
د مالوماتو ته د لاسرسی ارزښت او ګټې
مالومات د هرې ټولنې د پرمختګ، شفافیت او باور بنسټ جوړوي. هغه ټولنه چې د مالوماتو د ترلاسه کولو حق ولري، له ناپوهۍ، فساد او بېباورۍ څخه ځان ژغورلی شي. د “مالوماتو ته د لاسرسی” اصل د دې لپاره رامنځته شوی چې هر وګړی وکولای شي د دولت، ادارو او عامه مؤسسو له کړنو، پرېکړو او لګښتونو څخه باخبره وي. دا نه یوازې د خلکو حق دی، بلکې د شفاف حکومتولۍ یو مهم شرط هم ګڼل کېږي.
د مالوماتو ته د لاسرسی مهمې ګټې
۱. شفافیت زیاتوي:
کله چې ادارې او چارواکي اړ وي چې خپل معلومات خلکو ته وړاندې کړي، نو د پټو معاملاتو او غیرمسؤل چلند مخه نیول کېږي. دا کار د اعتماد فضا رامنځته کوي.
۲. حسابورکونه تضمینوي:
د مالوماتو خپرېدل چارواکي دې ته اړ کوي چې د خپلو کړنو او پرېکړو حساب ورکړي. دا د ښه حکومتولۍ یو اساسي اصل دی.
۳. د خلکو باور پیاوړی کوي:
هغه حکومت چې له خلکو څه نه پټوي، د هغوی باور ترلاسه کوي. د باور رامنځته کېدل د هرې ټولنې د ثبات او پرمختګ لپاره اړین دي.
۴. د هوښیارې پرېکړې سبب کېږي:
کله چې خلک، څېړونکي او ژورنالیستان کره معلومات ولري، نو د واقعیت پر بنسټ پرېکړې کوي، نه د اوازې پر بنسټ.
۵. د خلکو مشارکت زیاتوي:
باخبره خلک په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو کې فعاله ونډه اخلي او د ښه راتلونکي لپاره کار کوي.



