
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې نږدې ۷۰۰ کېلو ګرامه اومان بوټي نیول شوي
لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ مسؤولین وایي چې د دغه ولایت امنتي ځواکونو د یوه کشفي راپور له مخې د خوښۍ ولسوالۍ په «دوبندي» سیمه کې ۶۷۴ کېلو ګرامه اومان بوټي نیول شوي دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډیو ته وویل، نیول شوي بوټي په یوه هستوګنیز کور کې د ښېښې نشه يي توکو د جوړیدو لپاره ځای پر ځای شوي وو چې د امنتي ځواکونو له لوري ونیول شول.
هغه وویل، نیول شوي توکي د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پرضد مبارزې مدیریت ته رالیږدول شوې دي.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ازرې ولسوالیو کې سلګونه کېلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوي دي.



