افغانستان خبرونهلوګر

پل‌علم کې د کانکریټي دیوالونو د لرې کولو کمپاین پيل شوی

د لوګر چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د کانکریتي دیوالونو او امنیتي خنډونو د پاکولو لړۍ د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون په ګډو هڅو پيل شوې ده.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي وايي، یاد بهیر د لوګر مقام په مشري او د اړوند ادارو په همغږۍ د ښار د ښکلا، د خلکو د ازاد تګ‌راتګ د اسانتیا او د منظم ښاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه پيل شوی.

نوموړي زیاته کړه، تازه په دې لړ کې د ولایت مقام سړک او د استیناف محکمې د اداري ودانۍ مخې ته پراته کانکریتي خنډونه په بشپړه توګه لرې شول او همدارنګه له دې وړاندې هم د پل‌علم ښار د لومړۍ امنیتي حوزې ختیځ لور ته د ښار پر حلقوي سړک د ورته خنډونو د پاکولو عملیات ترسره شوي وو.

والي ویاند زیاتوي، د دغو خنډونو لرې کول نه یوازې د ښاري نظم په ټینګېدو کې مرسته کوي، بلکې د خلکو د تګ راتګ او امنیتي همغږۍ لپاره هم مهم او اغېزمن دي.

د لوګر ولایت مقام وایي، دغه لړۍ به په جدي توګه دوام لري او د ښاري نظم د ښه والي، د ښار د ښکلا او د خلکو د رضایت لپاره به نور هم اغېزمن ګامونه پورته شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button