
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې د پیازو حاصلاتو کې ۳۰۰ مټریک ټنه زیاتوالی راغلی
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د پیازو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او حاصلات یې د تېر کال په پرتله نږدې ۳۰۰ مټریک ټنه لوړ شوي دي.
ددغه ولایت د کرنې ریاست د عوایدو د تنظیم آمر قاري عبدالبصیر شاهد وایي، چې سږ کال د لوګر په کچه پر ۱۲۳۹ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي و، چې په نتیجه کې یې ۴۳،۳۴۷.۵ مټریک ټنه تولید ترلاسه شوی دی او دا شمېر د تېر کال د تولیداتو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.
نوموړي د حاصلاتو د زیاتېدو لاملونه د بزګرانو لپاره د عامه پوهاوي برنامو پلي کېدل، د اصلاح شويو تخمونو او سرو وېشل، او په ولایت کې د ډاډمنې امنیتي فضا شتون یاد کړ.



