
لوګر کې د بدن د ښکلا سیالۍ ترسره شوې
د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمریت د بدن د ښکلا او فتنس فدراسیون په همکارۍ د ولایت په کچه د ۳۰ غوره لوبغاړو ترمنځ ترسره شوه.
د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجنیر مزمل نعیمزی مهال راډيو وویل، دغه سیالۍ د یو ورځني پروګرام په ترڅ کې د پلعلم ښار په ورزشي جمنازیم کې د نونهالانو، ځوانانو او لويانو په درېیو کټګوریو کې ترسره شوې.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته د طلا، سپینو زرو او برونزو مډالونو سربېره د اتلولۍ حکمونه هم ورکړل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه سیالیو د ترسره کولو موخه د بدن ښکلا او فټنس ورزش پرمختګ، د ورزش فرهنګ پیاوړتیا او د ځوانانو او لويانو هڅونه ده، ترڅو په سالمو ورزشي فعالیتونو کې لا ډېره ونډه واخلي.
هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د پنځه ولایتونو په کچه د کاراتې سیالۍ جوړې شوې وي.



