افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې ۷ نوي مخابراتي سایټونه پرانېستل شول

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسؤولین وایي چې د مخابراتي خدماتو د پیاوړتیا، د خلکو د شکایتونو د رسیدګۍ او د ټول ولایت په کچه د مخابراتي او انټرنېټې خدماتو د پراختیا په موخه په مرکز پل علم، بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې تازه  ۷ نوي مخابراتي سایټونه پرانېستل شول.

د دغه ولایت د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست رئيس مولوي مطیع الله عابد مهال راډیو ته وویل، د دغه سایټونو له پرانېستې سره د لوګر ولایت په ګڼ شمېر سیمو کې د خلکو مخابراتي او انټرنټي ستونزې هوارې شوې او خلک اوس مهال د لوړ کیفیت اړیکو نیولو اسانتیاوې ترلاسه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه،« په پرانېستل شويو سایټونو کې د اتوما مخابراتي شرکت درې سایټونه شامل دي چې د مرکز پل علم په بابوس، د برکي برک ولسوالۍ په  شاه مزار او توري‌خېلو سیمو کې نصب او فعال شوي دي، همدارنګه د روشن شبکې دوه سایټونه په مرکز پل علم او څرخ ولسوالۍ کې، دغه راز  د سلام مخابراتي شرکت یو سایټ د مرکز پل علم ښار اړوند په پښتون اباد سیمه کې او د افغان بېسیم شرکت یو سایټ د بابوس پس‌آب نصب او پرانېستل شوې دي.»

عابد همدارنګه وايي چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او یو شمیر ولسوالیو کې په  ۱۲ نورو مخابراتي سایټونو د نصب او جوړېدو چارې هم روانې دې چې ډېر ژر به پرانېستل شي چې د دغو سایټونو په فعالېدو سره به د ولایت د مرکز تر څنګ لرې پرتې سیمې هم د باکیفیته مخابراتي او انټرنټي خدماتو تر پوښښ لاندې راشي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button