افغانستان خبرونهبیارغونهلوګر

لوګر بره‌کي‌برک ولسوالۍ کې د لس کیلومتره سړک د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت له لوري په بره‌کي‌برک ولسوالۍ کې د لس کیلومتره سړک د جوړولو چارې رسماً پیل شوې دي چې دغه سړک به د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شي.

د سړک د جوړولو د چارو د پیل په مراسمو کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزیر، د لوګر ولایت ملکي چارواکو، نظامي مسوولینو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

مراسمو ته د لوګر مرستیال والي، مولوي محمدانور دین‌پرور، د سړکونو جوړول د ټولنیز پرمختګ اساسي اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې معیاري سړکونه د اقتصادي ودې، روغتیايي او تعلیمي خدمتونو د پراختیا، ټولنیزو اړیکو او د سیمو د نښلولو لپاره حیاتي اهمیت لري. هغه له خلکو وغوښتل چې د سړکونو، پلونو او نورو عامه تاسیساتو په ساتنه او خوندیتوب کې جدي همکاري وکړي.

په همدې مراسمو کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزیر، ملا محمد یونس آخندزاده، وویل چې وزارت یې د هېواد په کچه د زیربنایي او خدمتې پروژو په عادلانه او متوازن پلي کېدو ژمن دی. د ده په وینا، د وزارت بنسټیز اهداف د مؤثرو خدمتونو رسول، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کول، د فقر کمول، د ولسوالیو او کلیو نښلول او د زیربناوو پیاوړتیا ده.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست رییس، محمد قاسم راشد، وویل چې د جوړېدونکي سړک دقیق اوږدوالی شاوخوا لس کیلومتره دی چې له بره‌کي‌برک څلورلارې څخه تر شامزار سیمې پورې غځېږي. هغه زیاته کړه چې پروژه به د وزارت له بودجې څخه په ۱۰۶ میلیونه افغانیو لګښت د ۱۶ میاشتو په موده کې په اسفالت بڼه بشپړه شي.

د سیمې مخورو د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او د ځایي ادارې، د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت او قراردادي شرکت سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button