
افغانستان خبرونه
خوست کې پر یوه کس د قصاص حکم عملي شو
د افغانستان ستره محکمه وایي چې نن د خوست ښار ورزشي لوبغالي کې پر یوه قاتل د قصاص حکم تطبیق شو او پر دوو نورو کسانو د قصاص د حکم تطبیق د مقتولینو د ځینو وارثینو د نه حضور له امله ځنډېدلی دی.
د افغانستان سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي: «نن د خوست ولایت د مرکز ورزشي لوبغالي کې پر یوه قاتل د الله (جلجلاله) حکم (قصاص) تطبيق شو. دغه قاتل يو کس د کلاشینکوف په ډزو په قتل رسولی و.»
خبرپاڼه کې راغلي: «د قاتل نوم منګل، د طلاخان زوی، د رحمتخان لمسی، د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ د سجنک سیمې اصلي او د خوست د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ د کوزې ابوخانې سیمې فعلي اوسېدونکی و، د مقتول عبدالرحمن د ظابط زوی، د علي خان لمسي د خوست ولایت د عليشېرو او تریزیو ولسوالۍ د کوزې ابوخانې سیمې اصلي او فعلي اوسېدونکي د عمدي قتل په پېښه کې نيول شوی و.»



