
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې د کورنیو تولیداتو د پراختیا او نشه يي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوی غونډه جوړه شوه
په لوګر ولایت کې د (AYSO) موسسې له لوري د (UNDP) په مالي ملاتړ یو ورځنی عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو، چې پکې شل تنه ځوانانو ګډون وکړ.
د یاد پروګرام موخه د کورنیو تولیداتو د ارزښت معرفي، د هغو د مصرف هڅونه، او د سیمهییز اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې د پانګونې د نقش په اړه د عامه ذهنیت لوړول وو.
د (AYSO) موسسې د ولایتي مسؤول، سیافالدین فيضي، په وینا داخلي تولیدات د هېواد د اقتصاد د ملا تیر حیثیت لري او د خلکو د ملاتړ په صورت کې کولای شي د اقتصادي ثبات، فرصتونو رامنځته کولو، او د ځوانانو د بوختیا په برخه کې مهم بدلونونه راولي. نوموړي زیاته کړه چې یاد پروګرامونه کولای شي پانګوال وهڅوي ترڅو د لوګر په کچه پانګونه وکړي او د خلکو د ژوند د ښه والي سبب شي.
فيضي همدارنګه څرګنده کړه چې د موسسې په راتلونکو پلانونو کې د هغو کورنیو ملاتړ شامل دی چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې او ډېر ژر به اړوند برنامې پیل شي.
د لوګر ولایت د طبعي پېښو سره د مبارزې آمر، مولوي شفیعالله، د پروګرام ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا ډول پروګرامونه د ځوانانو د پوهې، د ټولنې د پرمختګ او د اقتصاد د ودې لپاره ارزښت لري. هغه له نورو مؤسسو هم وغوښتل چې ورته پروګرامونو ته توجه وکړي او د ولایت په کچه ورته ګټور فعالیتونه ترسره کړي.
ګډونوالو دغه پروګرام ګټور وباله او د خپلو مهارتونو د لوړوالي، د فرصتونو د زیاتوالي او د اقتصادي پوهاوي لپاره یې مهم وباله. دوی غوښتنه وکړه چې ورته پروګرامونه دې دوام ومومي ترڅو د ځوانانو د کارموندنې، مهارتونو او اقتصادي ځیرکتیا په برخه کې مثبت اغېز ولري.



