افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ښوونځيو شوراګانو غړیو ته روزنه ورکول کیږي

لوګر ولایت پوهنې ریاست مسؤولین وایي چې د لوګر د مرکز او څلورو ولسوالیو د ۵۰ ښوونځیو شوراګانو ۷۵۰ غړو ته درې ورځني روزنیز ورکشاپونه پیل شول.

ددغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب مهال راډیو ته وویل، دا ګټور روزنیز ورکشاپونه د پوهنې وزارت د پوهنې یوې مرستندویې ادارې په همکارۍ د مرکز، محمدآغې، خوښۍ، برکي برک  او خروار ولسوالیو د پوهنې په آمریتونو کې د کیفیت تضمین آمریت تر څارنې لاندې په لاره اچولې دي.

نوموړي زیاته کړه، په دغو روزنیزو ورکشاپونو کې د ۵۰ ښوونځیو شوراګانو ۷۵۰ غړو ته د ښوونې او روزنې پر ارزښت، د پوهنې بهیر په ملاتړ ، له ښوونیز بهیر سره د خلکو د مرستو او همکاریو د راجلبولو، د ښوونځیو ساتلو ، ښوونځیو ته د ماشومانو لېږلو او ځینو نورو مسایلو په هکله روزنه ورکول کېږي.

یاده دې وي،چې د ښوونځیو شوراګانې د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سمې په هر ښوونځي کې د مدیر تر نظر لاندې فعالې شوي او ۱۵ غړي لري.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button