افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې په زرګونه کروندګرو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم په ګډون د برکي‌برک، محمدآغې، خوښۍ او څرخ ولسوالیو کې پر ۳۷۵۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.

په پل‌علم ښار کې د دې مرستو د وېش په موخه جوړو شوو مراسمو ته د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي شیرآقا «پیرحبیب‌الرحمن» وویل، چې دا مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO)  له لوري ترسره شوې ده. د نوموړي په وینا، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه.

په همدې حال کې د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمدانور «دین‌پرور» د یادې ادارې له همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د ولایت مقام له ټولو فعالو موسسو سره هر اړخیزو همکاریو ته ژمن دی.

مرستیال والي کرنه او مالداري د هېواد د اقتصادي ملا تېر وباله او له مرستندویو موسسو یې وغوښتل، چې د کرنې د مکانیزه کېدو او د قطره‌یي اوبو لګولو د سیسټم د ترویج په برخو کې د بزګرانو ملاتړ او لاسنیوی زیات کړي.

بلخوا د لوګر ولایت بزګران هم د FAO  له لوري د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو له مرستې خوښي څرګندوي، خو ټینګار کوي چې ورته مرستې دې په دوامداره توګه له بزګرانو سره وشي.

د یادونې وړ ده، چې څو میاشتې وړاندې هم د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې پر زرګونه بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې وې.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button