افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې لس ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي

د لوګرولایت امنیه قوماندانۍ وایي چې، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د کابل-ګردیز په لویه لاره د لوګرپه مربوطاتو کې لس ټرافیکي پېښې رامنځته شوېدي دي.

ددغه ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډيو ته وویل، یادې پېښې تر ډېره د لوګر–کابل او لوګر–پکتیا په لویو لارو کې شوې دي، چې اصلي لاملونه یې د واورې ښویېدنه او د سړک کنګل کېدل بلل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د دغو پېښو له امله، له ۵ تنه هیوادوال ټپيان شوې دي او ټپيان د ولسي وګړو او امنتي ځواکونو له لوري نږدې روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوې دي.

انس همدارنګه  ټولو درنو موټر لرونکو هېوادوالو څخه غوښتنه کړې، چې د لوګر–پکتیا په لویه لاره، په ځانګړي ډول د «تېرې کوتل» په سیمه کې، خپل موټرونه په چینونو سمبال کړي، د احتیاطي تګلارو بشپړ مراعت وکړي او له تېز رفتار څخه په کلکه ډډه وکړي، تر څو د ځان او نورو هېوادوالو د خوندیتوب لامل شي.

نوموړی زیاتوي، چې د یادې لویې لارې د خوندیتوب، د ترافیکي نظم د ټینګښت او د هېوادوالو د ژغورنې لپاره یې ټول منسوبین شپه او ورځ په بشپړ اخلاص او نه ستړې کېدونکو هڅو بوخت دي، څو ولس وکولای شي خپل سفرونه په امن فضا کې ترسره کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button