افغانستان خبرونهلوګر

لوګر روغتیايي مرکزونو سره د نږدې ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت طبي توکو مرسته وشوه

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسؤولین وايي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) په مالي ملاتړ او د (CAF) مؤسسو په تخنیکي همکارۍ د نږدې «۱۵۰» زره امریکایي ډالرو په ارزښت بېلابېل طبي تجهیزات او اړین توکي ترلاسه شوي دي.

د لوګر د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر زرمحمد «ځیرک»، مهال راډیو ته وویل، چې دغه مرستې د ریاست د دوامداره هڅو په پایله کې برابرې شوې دي، چې لویه برخه یې لابراتواري وسایل جوړوي. د هغه په وینا، په یادو مرستو کې د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره عاجل کیټونه هم شامل دي، چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه طبي تجهیزات به ډېر ژر د لوګر اړوندو روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شي، څو د خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو کیفیت او لاسرسی لا ښه شي.

ډاکټر «ځیرک» د لوګر د خلکو د روغتیايي وضعیت د ښه والي لپاره د روانو هڅو یادونه وکړه او له خلکو یې وغوښتل، چې د ژمي په موسم کې احتیاطي تدابیر په جدي توګه مراعت کړي.

هغه همدارنګه د همکارو ادارو، په ځانګړې توګه (UNICEF) او (CAF)، له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه طبي توکي به د روانو دریو میاشتو (سلواغه، کب او وري) په موده کې مصرف شي. د هغه په خبره، دا مرستې به د سړې هوا او ساري ناروغیو د مخنیوي ترڅنګ، تازه راستنېدلو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو د ښه کېدو لامل شي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم یونیسف د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست سره ورته د طبي توکو او درملو مرستې کړې دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button