
مجاهد: موږ یوازې د خپل مشروع دفاع حق کارولی او هېڅکله مو پر چا تېری نه دی کړی
د ا.ا ویاند وایي، د پاکستان کورنۍ جګړه کومه نوې مسئله نه ده خو تل یې هڅه کړې چې پر افغانستان یې وتپي، د افغانستان بهرنی سیاست پر متقابل احترام ولاړ دی، تل یې پر سوله ییز حل ټینګار کړی او اوس هم غواړي ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
د اسلامي امارت د ویاند، ذبیحالله مجاهد نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې ا.ا له واک ته رسېدو وروسته، له لومړۍ ورځې راهیسې له ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکی پاتې شوی او پر همدې تګلارې ولاړ دی.
هغه وویل، اسلامي امارت تل هڅه کړې چې په سیمه کې امنیت او ثبات رامنځته شي او هېڅ هېواد ته زیان ونه رسېږي.
د ده په خبره، د همدې پالیسۍ له مخې، اسلامي امارت د داعش پر ضد یوه اوږده، سخته او پرېکنده جګړه وکړه، چې نه یوازېافغانستان بلکې ټوله سیمه یې له یوه جدي امنیتي ګواښ څخه وژغورله.
دی وویل، اسلامي امارت هېڅکله پر بل چا تېرې نه دی کړی، بار بار یې ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاورهبه د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي، او تر ننه پر خپل دې تعهد ولاړ دی.



