
لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني هواره شوه
د لوګر ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤولین وایي، د دوی په هڅو د برهکي برک ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ پخوانۍ دښمني پای ته ورسېده او په دوستۍ بدله شوه.
په همدې تړاو په برهکي برک ولسوالۍ کې جوړه شوې غونډه کې د قومونو او قبایلو چارو ریاست استازو، د ولسوالۍ سیمهییزو مسؤولینو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د معلوماتو له مخې، په یاده پېښه کې عبدالرحمن، ولد اختر محمد، د مقابل لوري (جاویدالله، هارون او بصیر احمد) له خوا په قتل رسېدلی و. تورن کسان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او زندان ته استول شوي وو.
د لوګر د قومونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو او همغږۍ آمر مولوي عبدالباسط امیري او یو شمېر نورو مسؤولینو او قومي مخورو په منځګړیتوب دواړه لوري بښنې او روغې جوړې ته وهڅول شول او د مقتول کورنۍ ته دیت ورکړل شو.
د غونډې په پای کې دواړو لورو یو بل ته بښنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې له دې وروسته به د دښمنۍ پر ځای دوستي او ورورولي پالنه کوي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت د قومونو او قبایلو چارو ریاست په هڅو د کورنیو او قومونو ترمنځ ورته لویې او وړې دښمنۍ هوارې شوې دي.



