افغانستان خبرونهسپورټلوګر

لوګر کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د میدان وردګ په اتلولۍ پای ته ورسېدې

 د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسؤلین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د پنځو ولایتونو د کم‌عمره ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د میدان وردګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د چارواکو په وینا، دغه سیالۍ د لوګر په کوربتوب د لغمان ولایت، پکتیا ولایت، میدان وردګ ولایت، خوست ولایت او لوګر ولایت د کم‌عمره لوبغاړو ترمنځ د یوې اوونۍ لپاره ترسره شوې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیم‌زي مهال راډیو ته وویل، د دغو سیالیو د تنظیم چارې د د افغانستان فوټبال فدراسیون د ولایتي استازو په همکارۍ او د د المپیک، کلتور او بدني روزنې عمومي ریاست د لوګر ولایتي آمریت په همغږۍ، د فیفا د اصولو او مقرراتو له مخې ترسره شوې.

نعیم‌زي زیاته کړه، د دې سیالیو موخه د تنکیو ځوانانو د فوټبال استعدادونو وده، د ورزش د کلتور پیاوړتیا او د ځوانو لوبغاړو ترمنځ د ورورولۍ او همغږۍ رامنځته کول وو.

د نوموړي په وینا، د سیالیو په پایلوبه کې د لغمان د «جوانان» لوبډله او د میدان وردګ د «امید وطن» لوبډله سره مخامخ شوې. په پایله کې د میدان وردګ د «امید وطن» لوبډلې د اتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د اتلولۍ جام خپل کړ، او د لغمان «جوانان» لوبډلې دوهم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده چې د سیالیو په پای کې پر یو شمېر غوره لوبغاړو ډالۍ او ستاینلیکونه هم ووېشل شول.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button