
افغانستان خبرونهبیارغونهلوګر
لوګر کې په ۲۳ میلیون افغانیو د یوې پروژې چارې پیل شوې
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې رییس عبدالرحمان رحماني نن پنجشنبه د دغې پروژې پرانیست غونډې ته وویل، د هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له موخو څخه دي.
هغه وايي، د دغو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د نورستان له برګمټال ولسوالۍ د پکتیکا تروې ولسوالۍ پورې ۱۲۵ پراختیایي پروژې پلي کېږي چې چارې یې د سرحداتو وزارت، ولایتي ادارو او قراردادي شرکتونو له لوري پر مخ وړل کېږي.
ورته وخت کې د لوګر د والي مرستیال محمد انور دین پرور او ځايي خلکو د دغې پروژې پر پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او وې ویل، ځینې هېوادونه د افغانستان پرمختګ نهشي زغملی او هڅه کوي چې هېواد له ناورین سره مخ کړي.



