افغانستان خبرونهلوګر

لوګر والي: د امنیتي ثبات د دوام لپاره دې هڅې زیاتې شي

د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي ویلي، د ولایت د امنیتي وضعیت د لا پیاوړتیا او د شته ثبات د دوام لپاره باید امنیتي ځواکونه خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

د لوګر ولایت مقام د معلوماتو له مخې، والي قاري صلاح‌الدین ایوبي په خپل کاري دفتر کې د لوګر امنیه قومندان ملا فریدالله قیام او د امنیت امر حاجي محمدقاسم حقمل او یو شمیر نورو امنتي مسؤولینو سره د امنیتي وضعیت په اړه ځانګړې ناسته کړې ده.

په دې لیدنه کې د لوګر امنیه قومندان د امنیتي راپورونو د وړاندې کولو ترڅنګ وویل، د محرم میاشتې د لسمې ورځې مراسم په بشپړ امنیتي فضا کې ترسره شوي او هېڅ ډول امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

نوموړي زیاته کړه چې د لوګر په ټولو ولسوالیو کې عمومي امنیت ټینګ دی او امنیتي ځواکونه پر وضعیت بشپړ کنټرول لري.

بلخوا د لوګر والي د امنیتي ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه او د شته امنیتي ثبات د ساتنې لپاره یې اړینې لارښوونې وکړې.

هغه همداراز امنیتي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د خلکو د امنیت د لا ښه تأمین لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او په ولسوالیو او امنیتي حوزو کې د وضعیت د څارنې او ارزونې بهیر په دوامداره او جدي توګه تعقیب کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button