
لوګر کې د «اندیشههای سیاسی » کتاب مخکتنه وشوه
لوګر ولایت په کلنګار سیمه کې د شهید استاد سید رسول د «اندیشههای سیاسی » کتاب د مخکتنې غونډه د علمي، فرهنګي او ادبي شخصیتونو په ګډون جوړه شوه.
د غونډې ګډونوالو د استاد سید رسول علمي، سیاسي او فرهنګي خدمتونه وستایل او د هغه د فکري میراث پر ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د لېږد پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
د لوګر پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس، ډاکټر شفیقالله شفقت، وویل چې استاد سید رسول خپل ژوند د علم، تاریخ او سیاسي پوهاوي خدمت ته وقف کړی و او آثار یې د علمي استدلال، تاریخي اسنادو او ژور تحلیل له پلوه ځانګړی ارزښت لري.
د کانونو او پټرولیم وزارت سلاکار، استاد حامد یعقوبي، د استاد سید رسول سیاسي افکار د افغانستان د خپلواکۍ، اسلامي ارزښتونو او ملي حاکمیت پر بنسټ وبلل او ویې ویل چې نوموړي په خپلو لیکنو کې د هېواد مهمې سیاسي او تاریخي مسئلې څېړلې دي.
د «دبستان» فرهنګي مرکز مشر لطفالله خیرخوا هم د استاد سید رسول علمي شخصیت وستایه او هغه یې د پراخې مطالعې، ژور تاریخي بصیرت او دقیق تحلیل خاوند وباله.
د غونډې پر مهال ویناوالو وویل چې استاد سید رسول د هند په یوه پوهنتون کې د تاریخ په برخه کې تر ماسټرۍ زدهکړې کړې وې او د خپل ژوند په اوږدو کې یې شاوخوا ۴۰ علمي او تاریخي کتابونه لیکلي دي.



