افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې له ۱۰۰۰ راستنېدونکو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

په لوګر ولایت کې له زرو راستنېدونکو او کډوالو کورنیو سره د یوې خیریه موسسې له لوري د شاوخوا اته میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د لوګر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ادارې د معلوماتو له مخې، دغه مرسته د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ او د یوې خیریه موسسې په مالي ملاتړ چمتو شوې او د ځايي مسوولینو په شتون کې پر زرو اړمنو کورنیو ووېشل شوه.

د لوګر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو امریت امر، مولوي محمد مسعود اخندزاده، وايي چې د مرستو په هره بسته کې شپږ ډوله خوراکي توکي شامل دي او هرې کورنۍ ته د شاوخوا اته زره افغانیو په ارزښت توکي ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې، د لوګر مرستیال والي مولوي انعام‌الله صلاح‌الدین د راستنېدونکو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ورته مرستو برابرول مهم وبلل او له مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې له دغو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

له مرستو برخمنو کورنیو د دغې مرستې هرکلی وکړ او له نورو مرستندویه بنسټونو یې هم وغوښتل چې د راستنېدونکو او اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره ورته مرستې برابرې کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ادارې د معلوماتو له مخې، د کډوالو د بېرته راستنېدو د روان بهیر له پیل راهیسې شاوخوا ۱۶ زره او ۵۰۰ کورنۍ لوګر ولایت ته راستنې شوې دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button