افغانستان خبرونهروغتیالوګر

لوګر کې د واکسینونو د ساتنې لپاره معیاري ودانۍ جوړیږي

د لوګر د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت (EPI) یا واکسینونو د ساتنې لپاره د یوې معیاري ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د دغې ودانۍ د جوړولو چارې د پل‌علم ښار اړوند مامورینو ښارګوټي ته څېرمه، د ولایت د مرستیال والي او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤولینو په حضور کې پیل شوې دي.

د لوګر مرستیال والي، مولوي انعام‌الله صلاح‌الدین، د دغې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل، چې ولایتي اداره د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې بشپړه ژمنتیا لري.

د لوګر د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک ځیرک، وویل چې دغه دوه‌پوړیزه ودانۍ د یونیسف په مالي ملاتړ، د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت او پر یونیم جریب ځمکه جوړېږي.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې د ودانۍ د جوړولو چارې په راتلونکو لسو میاشتو کې بشپړې شي.

هغه زیاته کړه چې په دغه ودانۍ کې به د واکسینونو د خوندي ساتنې لپاره ځانګړي ځایونه او د روغتیايي چارو د مدیریت لپاره مجهزې اداري خونې جوړې شي.

د یادونې وړ ده چې د دغې ودانۍ ترڅنګ به په همدې سیمه کې د دوو نورو برخو لپاره د ودانیو د جوړولو چارې هم پیل شي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button