افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې ټرافیکي پېښو ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د لوګر ولایت امنیه قومانداني وایي، چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او محمداغې، څرخ او بره‌کي برک ولسوالیو کې په څلورو جلا ټرافیکي پېښو کې ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند، مولوي احمدالله انس مهال راډيو ته وویل، چې لومړۍ پېښه تېره ماښام د پل‌علم ښار اړوند د التمور په سیمه کې د واده مراسمو پر مهال د یوې کرولا او یوه «سف» موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.

انس زیاتوي، چې په محمداغې، بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې هم د درېیو جلا ټرافیکي پېښو له امله یو کس وژل شوی او دوه ښځې ټپیانې شوې دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، د دغو پېښو ټپیان د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو له لوري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د هغه په خبره، لومړنۍ څرګندونې ښيي چې یادې ټرافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ او له حده د زیات سرعت له امله رامنځته شوې دي.

هېره دې نه وي دوه ورځې وړاندې هم د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند په ګمبرې په سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او درې نور ټپيان وو.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button