
لوګر کې یوه ښځه مړه شوې او درې کسان مسموم شوي
د لوګر سیمهییز چارواکي وایي، چې بیګاه ناوخته د مرکز پلعلم ښار اړوند په کډوالو ښارګوټي کې د یوې کورنۍ څلور غړي د نامعلوم لامل له امله مسموم شوي دي.
د لوګر د والي ویاند، مولوي میرویس ابدالي مهال راډیو ته وویل، چې په دې پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او دوه نجونې او یو هلک مسموم شوي دي. د نوموړي په وینا، د یادو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ و او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
ابدالي زیاته کړه، چې تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی څرګند شوی او امنیتي ځواکونو د موضوع په اړه پلټنې پیل کړې دي.
بلخوا، د کډوالو ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې د یادې کورنۍ په خوړو کې زهرجن مواد اچول شوي وو، چې له امله یې یوه ښځه مړه او درې نور غړي مسموم شوي دي.
د خوړو د مسمومیت او په خوړو کې د زهرجن موادو د اچولو ادعا په اړه تر اوسه د سیمهییزو چارواکو له لوري رسمي تایید نه دی شوی.



