افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې پر ۱۳ سوه راستانه شویو کډوالو نغدي مرسته ووېشل شوه

د لوګر ولایت د افغاني سرې میاشتې ریاست چارواکي وایي، د سره صلیب نړيوالۍ کمېټې(ICRC) په همکارۍ د مرکز پل علم، خوښۍ، بره‌کي برک او محمدآغې ولسوالیو کې شاوخوا ۱۳ سوه راستانه شویو کډوالو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.

د افغاني سرې میاشتې د لوګر ریاست رئیس، مولوي میرهاشم حزب‌الله، وویل چې یادې ادارې ټولټال ۱۹.۵میلیونه افغانۍ مرسته کړې وه چې د هرې کورنۍ د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.

نوموړي زیاته کړه چې هڅې روانې دي ترڅو په پاتې ولسوالیو او همدارنګه تازه راستانه شویو کډوالو ته هم دغه لړۍ په دوامداره توګه وغځول شي.

په ورته وخت کې د سوېل ختیځ زون د سرې میاشتې ټولنې ریاست رئیس، مولوي سید منهاج‌الدین هاشمي، وویل چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې دا ټولنه د راستنو شویو کډوالو لپاره په زون کې ځانګړي او پراخ پروګرامونه لري، او د نن ورځې مرسته د همدې پروګرامونو یوه عملي بېلګه ده.

هاشمي ټینګار وکړ چې بېرته راستانه شوي کډوال د مرستو وړ دي او اړتیا ده چې د حکومتي ادارو ترڅنګ نړیوال بنسټونه هم ورسره هر اړخیزه مرسته وکړي.

بلخوا، یو شمېر راستانه شوي کډوال چې تازه له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي، له ترسره شویو مرستو خوښي څرګندوي، خو ټینګار کوي چې دغه مرستې دې دوامداره شي ترڅو خپلې بنسټیزې ستونزې حل کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button