افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې څه باندې سل جریبه د چرسو کښتونه له منځه وړل شوي

د لوګر امنیې قوماندانۍ مسؤلین وایي، د دغه ولایت په مرکز او څرخ ولسوالۍ کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په ترڅ کې د چرسو پر ۱۰۶ جریبه ځمکه کرل شوي کښتونه له منځه وړل شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډيو ته وویل، دغه کښتونه د مرکز اړوند په روسي میدان، آبچکان او بابوس سیمو او د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د منسوبینو له لوري له منځه وړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، یاد عملیات د نشه‌یي توکو د کرکېلې، تولید او قاچاق د مخنیوي او د عالیقدر امیرالمؤمنین د ۳۱ ګڼې فرمان د تطبیق په موخه ترسره شوي دي.

د لوګر امنیې قوماندانۍ وایي، تر دې وړاندې یې هم سلګونه نشه‌یي توکي کاروونکي راټول کړي او د درملنې مرکزونو ته یې لېږدولي دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button