افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ا.ا واکمنۍ پنځمه کلیزه ولمانځل شوه

د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د اسلامي امارت د واکمنۍ او د زمري ۲۴مې په مناسبت د پنځمې کلیزې په په مناسبت ځانکړې غونډه جوړه شوه.

په دغو مراسمو کې د لوګر د ولایتي ادارې ملکي او نظامي مسؤلینو، جهادي مشرانو، علماوو، استادانو، زده‌کوونکو، زده‌کړیالانو، ورزشکارانو او زرګونو عامو خلکو ګډون کړی و.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، مولوي ثواب‌جان اسلامیار، ګډونوالو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د زمري ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې له مهمو ورځو څخه ده او افغانان یې هر کال په شاندارو مراسمو لمانځي.

د لوګر مرستیال والي، مولوي انعام‌الله صلاح‌الدین، د زمري ۲۴مه د الله تعالی د مرستې، د بهرني اشغال د پای او د اسلامي نظام د حاکمیت ورځ وبلله او ویې ویل چې د هېواد د پرمختګ لپاره باید د شته فرصتونو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

جهادي مشر شیخ محمد قاسم خالد او د بغلان والي مولوي عبدالله مختار هم په خپلو ویناوو کې د افغانستان پر تاریخي بدلونونو خبرې وکړې او د اسلامي امارت بریا یې د افغانانو د څو لسیزو هیلو او غوښتنو د تحقق ورځ وبلله. دوی د هېواد د لا پرمختګ او ثبات لپاره د دغې ورځې ساتنه د ټولو هېوادوالو ګډ مسؤلیت وباله.

د دفاع وزارت د تخنیک او ټکنالوژۍ معین، مولوي محمدعلي‌جان احمد، هېوادوالو ته د دغې ورځې مبارکي وویله او ویې ویل چې افغانستان د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د پرمختګ پر لور روان دی.

په مراسمو کې د ښوونځیو او مدرسو زده‌کوونکو او طالب‌العلمانو ترانې وړاندې کړې، ترڅنګ یې د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکارانو ځانګړې نندارې ترسره کړې.

د مراسمو په پای کې د ۳۳۳ شکارکلا ځانګړې قطعې منسوبینو نظامي ننداره وړاندې کړه او د هېواد وتلي پهلوان، شاه‌محمد لوګري، له لوري هم ځانګړې ورزشي ننداره ترسره شوه.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button