
ټولګټو چارو وزیر لوګر کې د ۶۶ کیلومتره سړکونو پر معیاري جوړولو ټینګار کړی
د ټولګټو چارو وزارت وایي، په لوګر کې د ۶۶ کیلومتره سړکونو د جوړولو او بیارغونې چارې روانې دي او د دغه وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني یې د کیفیت او کاري بهیر د ارزونې په موخه له پروژو لیدنه کړې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د لوګر–میدان وردګ ۳۱، د پلعلم–لوګر پوهنتون درې او د خضر–بادخواب روغني–دوشیخ–برکي راجان–دبرپل ۳۲ کیلومتره سړکونه شامل دي.
ملا محمد عیسی ثاني د پروژو د لیدنې پر مهال په ځینو استنادي دېوالونو او د سړکونو په طبقو کې د غیرمعیاري ډبرو او جغل کارول د سړک جوړونې له معیارونو سره په ټکر کې بللي او د غیرمعیاري برخو د بېرته نړولو او په معیاري ډول د جوړولو لارښوونه یې کړې ده.
نوموړي همداراز د پروژو د چارو پر وخت بشپړېدو ټینګار کړی او قراردادي شرکتونو د پاتې چارو د معیاري موادو په کارولو او ټاکلې مودې کې د بشپړولو ډاډ ورکړی دی.



