افغانستان خبرونهلوګر

د لوګر اوسېدونکي او پانګه‌وال د برښنا شبکې د پراختیا غوښتنه کوي

د لوګر یو شمېر اوسېدونکي او پانګه‌وال وايي، د برېښنا نشتون نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی، بلکې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې یې د لسګونو فابریکو د فعالیت مخه هم نیولې ده.

دوی وايي، که څه هم له کلونو راهیسې مرکز پل‌علم ته د ازبکستان وارداتي برېښنا رسېږي، خو د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ او د ښار ځینې سیمې لا هم له دوامدارې برېښنا بې‌برخې دي.

د بره‌کي برک او محمداغې ولسوالیو اوسېدونکي مسعود او سردارولي وايي، د دوی په سیمو کې د برېښنا نشتون د خلکو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې او له مسوولینو غواړي چې د ولسوالیو د برېښنا رسونې لپاره عملي ګامونه واخلي.

له بلې خوا، یو شمېر سوداګر او پانګه‌وال وايي، صنعتي ښارګوټي ته د منظمې او ارزانه برېښنا نشتون د فابریکو د فعالیت پر وړاندې جدي خنډ دی او که برېښنا ورته برابره شي، د تولید کچه به لوړه او د نویو پانګونو زمینه به برابره شي.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي عمر منصور مهال راډيو ته وویل، تر اوسه صنعتي ښارګوټي ته برېښنا نه ده رسېدلې او لسګونه سوداګر د برېښنا نښلېدو ته په تمه دي.

منصور وايي، د برېښنا ادارې په همغږۍ هڅه کېږي چې په راتلونکو لسو میاشتو کې د محمداغې ولسوالۍ صنعتي ښارګوټي ته برېښنا ورسول شي، چې په بشپړېدو سره به لسګونه فابریکې خپل فعالیت پیل کړي او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

بلخوا، د لوګر د برېښنا رییس مولوي میر احمدولي هاشمي مهال راډيو ته وویل، د دغه ولایت یو شمېر ولسوالیو ته د برېښنا رسولو لپاره د مزو غځولو او سروې چارې پیل شوې دي.

هاشمي زیاتوي، بره‌کي برک ولسوالۍ ته د برېښنا رسولو لپاره د ۱۷۰ ټرانسفارمرونو اړتیا ده، چې ۵۰ یې منظور شوي، او څرخ ولسوالۍ ته هم د ۲۲ ټرانسفارمرونو د برابرولو چارې منظور شوې دي. د نوموړي په وینا، د خروار ولسوالۍ او د مرکز اړوند التمور سیمې لپاره د سب‌سټېشن د جوړولو ځای هم مشخص شوی دی.

د لوګر د برېښنا رییس وايي، د محمداغې ولسوالۍ په صنعتي ښارګوټي کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د برابرولو لپاره د غضنفر ګروپ له لوري د پروژې چارې هم پیل شوې دي.

د لوګر اوسېدونکي او پانګه‌وال له مسوولینو غواړي چې د ولسوالیو او صنعتي ښارګوټي د برېښنا ستونزې د هواري لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button