افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني هواره شوه

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د ګمران سیمې د اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه، چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې رامنځته شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او قومي مخورو په هڅو د روغې جوړې له لارې هواره شوه.

د لوګر مرستیال والي مولوي انعام‌الله صلاح‌الدین د دغې روغې جوړې په مراسمو کې وویل، چې په عفوې او بښنې کې د دنیا او آخرت خیر نغښتی او د مسلمانانو مسؤلیت دی چې د شخړو د حل او د خلکو ترمنځ د سولې او جوړجاړي لپاره هڅې وکړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس قاري محمد اشرف ملنګ د یادې دښمنۍ هوارېدل یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې، د قومونو او کورنیو ترمنځ د شخړو د حل او روغې جوړې لپاره هڅې چټکې شوې دي.

په همدې حال کې، دیني عالمانو شیخ سیدخان او مولوي اکرام‌الله عزیر او قومي مشر ملک محمد جمیل عبدالرحیم‌زي د یادې شخړې په حل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او قومي مخورو هڅې د ستاینې وړ وبللې.

د یادو کورنیو مشرانو، حاجي زرپاچا او حاجي توربازخان، هم د شخړې له پای ته رسېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې له دې وروسته به د خپلو کورنیو ترمنځ په سوله او خوښۍ کې ژوند ته دوام ورکړي.

د معلوماتو له مخې، دغه شخړه شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې د یادو کورنیو ترمنځ د هجرت پر مهال په پاکستان کې رامنځته شوې وه، چې له امله یې د یوه لوري دوه کسان وژل شوي وو.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button