
لوګر کې له ۵۰ زیات شرکتونه په صنعتي ښارګوټي کې پانګونو کړې
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې له ۵۰ زیات شرکتونه پانګونه کړې او اوس مهال د خپلو فعالیتونو د پراختیا په حال کې دي.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رئیس، مولوي شبیراحمد صدیقي، په پلعلم کې یوې غونډې ته ویلي، چې په صنعتي ښارګوټي کې د پانګونې کچه لوړه شوې او هڅې روانې دي، څو کورنیو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د صدیقي په وینا، په لوګر کې پانګوالو ته د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر دي او د هغوی ستونزو ته به پر وخت رسېدنه وشي.
نوموړي د خپلې ادارې د فعالیتونو په اړه وویل، چې د میزان میاشتې پر مهال له صنعتي پارکونو څخه اووه ځله څارنه شوې او د ۵۰ شرکتونو د بنسټیزو فعالیتونو وضعیت ارزول شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په یاده غونډه کې د سوداګریزو جوازونو د وېش او تمدید، د بازارونو د څارنې، د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب او د احتکار د مخنیوي په برخو کې د ترسره شویو فعالیتونو راپور هم وړاندې شو.
د غونډې په پای کې د بازارونو او صنعتي پارکونو پر دوامداره څارنې، د احتکار پر مخنیوي، د مصرفوونکو د حقونو پر خوندیتوب او د سوداګریزو خدمتونو پر ښه والي ټینګار وشو.



