
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې وسلې او مهمات نیول شوي
د لوګر امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ میله سپکې او درنې وسلې، یو شمېر مهمات او چاودېدونکي توکي نیول شوي دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ مرستیال، ملا محمدقاسم حقمل، په پلعلم کې خبریالانو ته وویل، چې دغه وسلې او مهمات په تېرو شپږو میاشتو کې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ترهګرۍ مدیریت له لوري د یادو وسلو او مهماتو په تړاو یو شمېر کسان هم نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
حقمل د لوګر له اوسېدونکو وغوښتل، چې له قانوني اسنادو پرته وسلې ونه ګرځوي او خبرداری یې ورکړ، چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.



