
لوګر کې د پنځه ولایتونو په کچه د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسؤلین وایي، چې د دغه ولایت په کوربتوب د پنځو ولایتونو د ۱۴ کلونو څخه کم عمره ځوانانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې دي.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیمزي مهال راډیو ته وویل، چې په دغو سیالیو کې د لغمان، پکتیا، میدانوردګ، خوست او لوګر ولایتونو منتخبې لوبډلې ګډون لري.
د نوموړي په وینا، یادې سیالۍ د لوګر د المپیک او بدني روزنې آمریت په همکارۍ او د فوټبال فدراسیون د مسؤلینو په حضور کې د فیفا د اصولو او قوانینو له مخې ترسره کېږي.
نعیمزی زیاتوي، د دغو سیالیو موخه د تنکیو ځوانانو د استعدادونو وده او پراختیا، د ورزش د کلتور ترویج او د ځوانو ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پیاوړتیا ده. د هغه په خبره، لوبې د مخکې ټاکل شوي مهالوېش له مخې په منظم ډول ترسره کېږي.
د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د لغمان د ځوانانو لوبډلې او د پکتیا د سولې لوبډلې ترمنځ سیالي وشوه، چې په پایله کې د پکتیا د سولې لوبډلې وتوانېده لوبه د ۲ پر ۱ ګولونو په توپیر وګټي او بل پړاو ته لار ومومي.
د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې دغه سیالۍ د یوې اونۍ لپاره د لوګر ولایت په کوربتوب دوام وکړي.



