
لوګر کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ او ورزشي نندارې ترسره شوې
د لوګر په مرکز پلعلم ښار کې د اټوما مخابراتي شرکت له لوري د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ او ورزشي نندارې د ولایتي مسوولینو، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست د فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان او سلګونو ورزشکارانو او نندارچیانو په ګډون ترسره شوې.
د المپیک او بدني روزنې استازي، دادمحمد اختري وویل، د دغو سیالیو او ورزشي نندارو موخه د ځوانانو هڅول، د هېوادوالو خوشحاله کول او د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون د ورزشکارانو هڅونه او ستاینه ده.
بلخوا، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي مرستیال، حافظ احمد جان وايي، په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او د امنیت له ټینګښت وروسته، په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد او سیمې په کچه د ورزش په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د نوموړي په وینا، ورزش له ښارونو څخه ولسوالیو او ان لرې پرتو کلیو ته رسېدلی او اوس ډېری ځوانان له ورزشي فعالیتونو څخه د سالمې بوختیا، روغتیا او پرمختګ لپاره ګټه اخلي.
په همدې حال کې، د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون رئیس وايي، د ورته سیالیو او ننداریزو پروګرامونو جوړول د ورزشکارانو په هڅونه او د ورزشي فعالیتونو په پراختیا کې مهم رول لري.
د نوموړي په خبره، په وروستیو کې د هېواد ورزشکارانو له هېواده بهر د موټرسایکل ځغلونې په سیالیو کې هم ښې لاسته راوړنې لرلې دي.
د یادونې ده، چې په دې پروګرام کې د موټرسایکل ځغلونې ترڅنګ د کونګ فو، وشو او بایسکل ځغلونې ملي لوبډلو هم خپلې ورزشي نندارې وړاندې کړې.



