
لوګر کې لس ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي
د لوګرولایت امنیه قوماندانۍ وایي چې، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د کابل-ګردیز په لویه لاره د لوګرپه مربوطاتو کې لس ټرافیکي پېښې رامنځته شوېدي دي.
ددغه ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډيو ته وویل، یادې پېښې تر ډېره د لوګر–کابل او لوګر–پکتیا په لویو لارو کې شوې دي، چې اصلي لاملونه یې د واورې ښویېدنه او د سړک کنګل کېدل بلل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د دغو پېښو له امله، له ۵ تنه هیوادوال ټپيان شوې دي او ټپيان د ولسي وګړو او امنتي ځواکونو له لوري نږدې روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوې دي.
انس همدارنګه ټولو درنو موټر لرونکو هېوادوالو څخه غوښتنه کړې، چې د لوګر–پکتیا په لویه لاره، په ځانګړي ډول د «تېرې کوتل» په سیمه کې، خپل موټرونه په چینونو سمبال کړي، د احتیاطي تګلارو بشپړ مراعت وکړي او له تېز رفتار څخه په کلکه ډډه وکړي، تر څو د ځان او نورو هېوادوالو د خوندیتوب لامل شي.
نوموړی زیاتوي، چې د یادې لویې لارې د خوندیتوب، د ترافیکي نظم د ټینګښت او د هېوادوالو د ژغورنې لپاره یې ټول منسوبین شپه او ورځ په بشپړ اخلاص او نه ستړې کېدونکو هڅو بوخت دي، څو ولس وکولای شي خپل سفرونه په امن فضا کې ترسره کړي.



