افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د «خزان» جام د فوټسال سیالۍ د پنګرام لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د چرخ ولسوالۍ د «خزان» جام د فوټسال سیالیو پایلوبه د پنګرام چرخ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت امر انجنیر مزمل نعیم‌زي مهال راډیو ته وویل، یادې سیالۍ د ۲۰ لوبډلو په ګډون د «خزان» جام تر نوم لاندې، د لوګر ولایت د فوټسال کمېټې له‌خوا د لوګر ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت په همکارۍ ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام درلود.

نوموړي زیاته کړه، د دغو سیالیو وروستۍ لوبه د اتحاد چرخ او پنګرام چرخ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې پنګرام چرخ لوبډلې وتوانېده د ۴ – ۱ په پایلې سره سیالي وګټي او د یادو سیالیو د اتلولۍ مقام خپل کړي.

د نعیم‌زي په وینا، د سیالیو په پای کې د لوګر ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت له‌خوا اتلې لوبډلې ته ستاینلیکونه، مډالونه او د اتلولۍ جام ورکړل شول.

هغه وویل، د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او ورورولۍ پیاوړتیا، په لوګر ولایت کې د فوټسال ورزش وده او پرمختګ، او د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه ده.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button