
لوګر کې د نږدې ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه سربند د بیارغونې چارې پیل شوې
د لوګر ولایت په مرکز کې د ده نو الوزي سربند د بیارغونې چارې د نږدې ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې.
د جوړو شویو مراسمو کې د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدیوسف مستري، د پل علم ښاروال، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، د اوبو او انرژۍ ریاست سرپرست، یو شمېر انجنیرانو، قومي مشرانو او د قراردادي شرکت استازو ګډون کړی و.
د لوګر مرستیال والي د پروژې د اهمیت په اړه وویل، چې د اوبو د سرچینو اغېزمن مدیریت، د اوبو د ضایعاتو مخنیوی او کرنیزو ځمکو ته په منظم ډول د اوبو رسول د کرنې د ودې او د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښهوالي لپاره مهم دي.
د هغه د مالوماتو له مخې، دغه پروژه د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، د اوبو او انرژۍ وزارت په همغږۍ او د شمس افغان ویژن ساختماني شرکت له لوري پلې کېږي، چې ټولیز لګښت یې ۹۴ زره او ۴۴۱.۹۸ امریکایي ډالره دی.
د پروژې په ترڅ کې به ۳۸ متره اوږد سربند او ۱۸ کیلومتره کانال بیارغول شي. د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ ترې ګټه واخلي او ۲۵۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به تر منظمې خړوبونې لاندې راشي.
همدارنګه، د پروژې د پلي کېدو پر مهال به هره ورځ ۱۷ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او ټاکل شوې ده چې د بیارغونې چارې یې په دریو میاشتو کې بشپړې شي.
د لوګر مرستیال والي له سیمهییزو اوسېدونکو غوښتي چې د یاد سربند او کانالونو په ساتنه او پالنه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.



