
لوګر کې د ۴۴۰۰ ناروغانو د سترګو درملنه شوې
د عامې روغتیا وزارت د سترګو د متخصصینو ګرځنده ټیم د لوګر ولایت په ازره او برکي برک ولسوالیو کې زرګونو د سترګو ناروغانو ته د معاینې، عملیاتونو او درملنې خدمات وړاندې کړي دي.
د د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسؤول فهیمالله لودین مهال راډيو ته ویلي، یاد متخصص ټیم په برکي برک ولسوالۍ کې د (۲۵۸۳) تنو ناروغانو معاینات ترسره کړي، چې له ډلې یې د (۲۱۱) تنو د سترګو عملیاتونه شوي او (۳۷۴) جوړې عینکې هم پر ناروغانو وېشل شوې دي.
د نوموړي په وینا، په ازره ولسوالۍ کې هم د (۱۸۰۷) تنو ناروغانو طبي معاینات ترسره شوي، د (۱۰۸) تنو د سترګو عملیاتونه شوي او (۴۲۶) جوړې عینکې ناروغانو ته ورکړل شوې دي.
لودین زیاته کړه، د ازرې ولسوالۍ څلور هغه ناروغان، چې پرمختللو طبي وسایلو او تخصصي درملنې ته یې اړتیا لرله، د متخصصینو د سلا مشورې وروسته د لا ښې درملنې او مراقبت په موخه نور روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه همدارنګه ویلي، د لوګر د عامې روغتیا ریاست هڅه کوي څو د سترګو د متخصصینو دغه ګرځنده ټیم خدمات د ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي، ترڅو نور ناروغان هم له یادو روغتیايي اسانتیاوو برخمن شي.
بلخوا، د لوګر ولایت یو شمېر د سترګو ناروغان د یادو روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو خوښي څرګندوي او وایي، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري یې پر وخت درملنه شوې ده. دوی له مسؤلینو غوښتنه کوي، چې د لوګر په ولایتي روغتون کې دې د سترګو د درملنې ځانګړې څانګه هم فعاله او پرانیستل شي، ترڅو ناروغان د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته له تګ څخه وژغورل شي.



