افغانستان خبرونهکلتورلوګر

لوګر کې قومي مشران د جرګو له لارې ټولنیزې او قومي شخړې هواروي

لوګر کې یو شمېر قومي مشران وايي، د منځګړیتوب او جرګو له لارې یې د خلکو ترمنځ ګڼې ټولنیزې شخړې او اوږدمهاله دښمنۍ هوارې کړې دي.

په ټولنه کې د ځمکو، اوبو، میراث او کورنیو اړیکو پر سر رامنځته کېدونکې شخړې کله ناکله د اوږدمهالو دښمنیو لامل کېږي؛ خو په لوګر کې یو شمېر قومي مشران هڅه کوي چې د جرګو او منځګړیتوب له لارې دغه ستونزې په سوله‌ییز ډول هوارې کړي.

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو قومي مشران وايي، د شخړو د هواري پر مهال د دواړو لورو خبرې اوري، د ستونزو لاملونه څېړي او هڅه کوي داسې حل‌لاره ومومي چې د ښکېلو لورو حقونه پکې خوندي وي.

دوی ټینګار کوي چې د جرګو او منځګړیتوب له لارې د شخړو هواری هغه مهال اغېزمن وي چې دواړه لوري د خبرو اترو او سوله‌ییز جوړجاړي لپاره چمتو وي.

د لوګر دوه قومي مشران، حاجي حسین‌خېل او حاجي قطب‌الدین وايي، جرګې او مرکې د افغانستان په ټولنیز ژوند کې ځانګړی ځای لري او قومي مشران د همدې دود له لارې د خلکو ترمنځ د شخړو او دښمنیو په هواري کې مهم رول لوبوي.

د دوی په وینا، قومي مشران هڅه کوي چې د شخړو ښکېل لوري سره کښېنوي، خبرې ورسره وکړي او د اقتصادي لګښت پرته د هغوی ترمنځ جوړجاړی رامنځته کړي.

په همدې حال کې، د محمداغې ولسوالۍ یو بل قومي مشر، زرپاچا وايي، تېره اوونۍ د قومي مشرانو په منځګړیتوب یوه ۴۰ کلنه دښمني هواره شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، د دوو کورنیو ترمنځ دغه دښمني شاوخوا څلور لسیزې روانه وه او په ترڅ کې یې دوه کسان هم وژل شوي وو؛ خو د قومي مشرانو په هڅو دواړه لوري سولې ته حاضر شول او یو بل یې وبښل.

هغه له خلکو وغوښتل چې خپلې شخړې او دښمنۍ د خبرو اترو له لارې هوارې کړي او د سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي.

بلخوا، د لوګر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو مدیر، شاه فیصل همت وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د قومي او ټولنیزو شخړو په هواري کې د قومي مشرانو ونډه مهمه ده.

د همت په وینا، د یاد ریاست د جرګو له مدیریت سره په همغږۍ د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب تر اوسه لسګونه لویې او وړې شخړې هوارې شوې دي.

نوموړي وویل، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د ټولنیزو شخړو د هواري لپاره یوه ځانګړې کمېټه هم جوړه کړې، چې قومي مشران یې غړیتوب لري او هره دوشنبه غونډه کوي.

د هغه په خبره، هغه شخړې چې یاد ریاست ته وړاندې کېږي، د همدې کمېټې له لارې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب څېړل کېږي او د هواري لپاره یې هڅې کېږي.

د قومي مشرانو په وینا، د جرګو او منځګړیتوب له لارې د شخړو هواری نه یوازې د اوږدمهالو دښمنیو د پای ته رسېدو لامل کېږي، بلکې د خلکو ترمنځ د باور، ورورولۍ او ټولنیزې همغږۍ په پیاوړتیا کې هم مرسته کوي.

د دې بهیر د اغېزمنتیا لپاره د عدالت، د ښکېلو لورو د رضایت او د ټولو لورو د حقونو خوندیتوب اساسي شرطونه بلل کېږي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button