Uncategorized

لوګر کې ۸ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې امنتي ځواکونو په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۸ ټنه نشه يي توکي نیولي او نن د رسنیو په وړاندې وسوځول شول.

د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډیو ته وویل، دغه نشه يي توکي د تېر جمهوریت او د ا.ا ځواکونو له لوري د تېرو څو کالونو په ترڅ کې نیول شوي وو.

هغه همدارنګه زیاته کړه، په نیول شویو نشه یي توکو کې هیروین، تریاک، بنګ، ښیښه، تابلېت کا ګولۍ، اومان بوټي، مورفین، تیزاب بي ۲۰، اسید تیزاب او د بنګو بوټي شامل دي.

انس همدارنګه زیاتوي، د یادو نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور ۱۷۷ کسان د امنتي ځواکونو له لوري هم نیول شوې دې چې له ډلې یې د ۱۴۴ کسانو دوسیې عدليي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، د ا.ا رهبرۍ د فرمان څخه وروسته په ټول لوګر ولایت کې د نشه یي توکو په کرکېلې، قاچاق او کارونې بندیز لیږول شوی ده او هغه لسګونه کسان چې د دغه ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې په نشه یي توکو روږدي وو د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندل شوې دي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم په سؤیل ختیځو ولایتونو پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې ورته نیول شوې نشه يي توکي د رسنیو په وړاندې سوځول شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button