افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې په دوه نېم زره کروندګرو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

لوګر ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري د بره کي برک او څرخ ولسوالیو په ۲ زره او ۵ سوه بزګرانو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریات رئیس مولوي شیرآقا پیرحبیب الرحمن وویل، دغه مرسته (FAO) نړیوالې ادارې له لوري پر ۲۵۰۰ تنه بزګرانو ووېشل شوه، چې په کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرام د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه توره او ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره په پام کې نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، د لوګر ولایت د مرکز پل علم او ولسوالیو ډیری کروندګر اوس مهال اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سره ته لاس رسی لري.

بلخوا د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور وویل، لوګر ولایت د هیواد په کچه یو کرنیز ولایت ده او اړتیا ده چې د کورنیو ادارو سربېره نړیوالې ادارې هم د دغه ولایت د بزګرانو دوامداره لاسنیوی وکړي.

دین پرور همدارنګه وویل، که څه هم په دې ورستیو څو کالونو کې وچکالۍ بزګران سخت ځپلي دي خو اړتیا ده چې بزګرانو ته د اوبو سپما برخه کې عامه پوهاوی او د اوبو قطري سیستمونه جوړ کړي.

د دغه ولایت د څرخ او بره کي برک ولسوالیو بزګران هم خوښ دي چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري ورسره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته وشوه، خو ټینګار کوي چې دغه مرسته دې پاتې ولسوالیو ته هم وغځول شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button