لغمان کې د ۱۰میګاواټه لمریزې برښنا پروژې چارې پيل شوې
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر نن (پنجشنبه، جوزا لومړۍ) لغمان کې د ۶ میلیون ډالرو په ارزښت د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې چارې پرانیستې.
ښاغلي برادر وویل، د لغمان مرکز مهترلام اړوند «بابا صیب» دښته کې د ۶ میلیون ډالرو په پانګونې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې پرانیستل کېدل د برښنا په برخه کې ښه پرمختګ دی.
نوموړي وویل، د برښنا دغه پروژه به ۶ میاشتو کې بشپړه او ۱۰ زره کورنیو ته برښنا برابره کړي.
نومړي له پانګوالو وغوښتل چې د برښنا د تولید په برخه کې دې پانګونه وکړي او دوی به ورته هر ډول لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
عبدالغني برادر وايي: «د خوښۍ ځای دی چې د پاکې انرژۍ د توليد په برخه کې پياوړی ګام اخيستل کېږي. نن لغمان کې د لمرېزې برښنا تولید د داسې یوې پروژې پرانېستنه کوو چې له اقليمي بدلون سره په مبارزه کې اساسي رول لوبوي، د هېواد اړتیا به تر يو حده پوره کړي. دا د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو او د هېواد پر ځان بسياينې برخه کې مهم ګام دی.»
ورته مهال د افغانستان د برښنا شرکت مشر عبدالباري عمر وویل، د لغمان د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا ترڅنګ یې روان کال د ۹۰۰ میګاواټه په اندازه د برښنا پروژې ډیزاین کړي چې په پرلپسې ډول به د هیواد په مختلفو ولایتونو کې پلې کیږي.
نوموړي وویل، د برښنا شرکت به روان کال ۵۱ میلیارده افغاني لګښت کوي چې کمه برخه به یې په اداري او زیاته په انکشافي پروژو کې مصرف شي.