افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د کوچیانو روغتیايي مرکزونو ته ۸۳ قلمه درمل ووېشل شول

د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د کوچیانو روغتیايي مرکزونو ته د ۱۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۸۳ قلمه بېلابېل درمل ووېشل شول.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رئیس ډاکټر محمد زرک ځېرک د وېش پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې وویل، یاد درمل د څو نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو په مالي ملاتړ او د عامې روغتیا وزارت له‌خوا برابر شوي دي چې نن یې رسمي وېش پیل شو.

ځېرک زیاته کړه چې د درملو دا مرسته به د کوچیانو د روغتیا په برخه کې د موجودو ستونزو په هواري کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي وویل، هڅې روانې دي چې د وزارت او نړیوالو شریکانو په ملاتړ د کوچیانو روغتیايي خدمات نور هم پیاوړي شي او هغوی ته هر اړخیزه رسېدنه وشي.

بلخوا د کوچیانو یوه استازي حاجي عبدالرحمن د عامې روغتیا ریاست څخه مننه وکړه او د یادو درملو مرسته یې ارزښتمن ګام وباله.

نوموړي ټینګار وکړ چې اړینه ده عامې روغتیا وزارت او نړیوال بنسټونه وخت په وخت د کوچیانو روغتیايي مرکزونه فعالیتونه وارزوي او د موجودو ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button