افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې يوه ۲۷ کلن ځوان ځان‌وژنه کړې ده

د لوګر امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې يوه ۲۷ کلن ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند مولوي احمدالله انس مهال راډیو ته وويل، یاد ځوان د دغه ولایت د مرکز پل‌علم ښار اړوند د التمور سيمې اوسېدونکی و چې تېره ورځ یې په کلاشینکوف ځان ویشتی او وژل شوی دی.

هغه زياته کړه چې وژل شوي ځوان رواني ناروغي لرله او ښايي د ځان‌وژنې لامل یې هم همدا ناروغي وه.

د ياد ځوان خپلوان هم مني چې د خورشید په نوم یاد ځوان په ناڅاپي توګه ځان‌وژنه کړې ده، خو د پېښې د کره څرنګوالي په اړه څه نه وايي.

دا په داسې حال کې ده چې دیني عالمان وایي، ځان‌وژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او هيڅوک باید د ژوند د حلېدونکو ستونزو له امله پر داسې عمل لاس پورې نه کړي او د کبیره ګناه مرتکب نه شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button