افغانستان خبرونهلوګر

لوګر څرخ ولسوالۍ ته د برېښنا غځولو پروژه پيل شوه

د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د کورنیو چارو وزارت د شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د څرخ ولسوالۍ ته د برېښنا غځولو پروژه د راتلونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې عملي کېږي.

د پروژې د پرانېستې مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت، د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو معینیت استازي، انجینر نصرت‌الله «نوري»، وویل چې پروژه د وزارت په مالي لګښت عملي کېږي او له تطبیق سره به د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکي له برېښنا برخمن شي.

انجینر نوري زیاته کړه چې پروژه له برکي‌برک ولسوالۍ پیل کېږي، د برکي‌راجان د بازار له لارې تېریږي او تر څرخ ولسوالۍ پورې به د ۴۳۶ برېښنایي ستنو په نصبولو سره برېښنا وصل شي.

بلخوا د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمدانور «دین‌پرور» په وینا کې د بیت‌المال د ساتنې، د مسؤلیتونو د ادا کولو او د عامه تاسیساتو د خوندیتوب پر اهمیت ټینګار وکړ.

نوموړي د سیمې اوسېدونکي، په ځانګړي ډول د برکي‌برک او څرخ ولسوالیو خلک او قومي مشران وهڅول چې د عامه تاسیساتو په ساتنه کې خپل مسؤلیت ادا کړي او له انجینیرانو سره بشپړه همکاري وکړي.

هېره دې نه وي چې څلور میاشتې وړاندې د افغانستان د برېښنا عمومي شرکت له لوري د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا او همدارنګه د ۱۲۶ مېګاواټه برېښنا رسولو سبسټېشن د نږدې ۳۷ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت جوړولو چارې پیل شوې وې.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button