افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ناوړه رواجونو د مخنیوي لپاره سل غونډې جوړې شوې

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې د روان ۱۴۰۴ کال له پیل څخه تر اوسه د اسلامي امارت د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان او یو شمېر نورو فرمانونو د تطبیق او عامه پوهاوي په موخه د بېلابېلو ادارو له‌خوا نږدې سل غونډې او پروګرامونه ترسره شوي دي.

د مسؤلینو په خبره، دغه غونډې د لوګر امنیې قوماندانۍ، د سرحدونو، قومونو او قبایلو ریاست، ښاروالۍ، اطلاعاتو او کلتور، پوهنې، حج او اوقافو او یو شمېر نورو ملکي او امنیتي ادارو له‌خوا جوړې شوې دي. د دغو پروګرامونو بنسټیز هدف د امیرالمومنین د بېلابېلو فرمانونو په ځانګړي ډول د ناوړه رواجونو د مخنیوي (۱۷مه ګڼه فرمان) تطبیق، عامه پوهاوی او د زیانمنو دودونو له منځه وړل دي.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند، مولوي احمدالله انس سلام وطندار راډيو ته وویل، چې د روان کال له پیله تر اوسه د دعوت او ارشاد او ولسي پولیسو مدیریتونو له‌خوا په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۸۰لویې او وړې غونډې جوړې شوې دي. نوموړي زیاته کړه، په دغو ناستو کې د فرمانونو د محتوا، اړتیا او تطبیقي لارو چارو په اړه خلکو او امنیتي منسوبینو ته هر اړخیز معلومات ورکړل شوي دي.

مولوي انس همدارنګه وویل، دغه غونډې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوې او د ولایت اوسېدونکو د فرمانونو د تطبیق په برخه کې هر ډول همکارۍ ته بشپړ چمتوالی ښودلی دی.

بل‌خوا، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست سرپرست، مولوي عبدالباسط امیري سلام وطندار راډیو ته وویل، چې یاد ریاست په محمدآغه، چرخ او برکي‌برک ولسوالیو کې د ۱۷مې او ۱۳مې ګڼې فرمانونو د تطبیق او عامه پوهاوي لپاره درې سترې ولسي غونډې جوړې کړي دي. د نوموړي په وینا، خلکو ته د دغو فرمانونو ټول اړخیز معلومات او موخې په تفصیل سره بیان شوي دي.

همدارنګه، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر، حمیدالله صدیقي وايي چې د دغه ریاست له‌خوا د امیرالمومنین حفظه‌الله د فرمانونو په تړاو مشاعرې، د رسنیو له لارې عامه پوهاوي خپرونې، او د فرهنګیانو، مسؤلینو او ځوانانو لپاره د ناوړه رواجونو، انساني قاچاق او نورو مهمو مسایلو په اړه پوهاوي ناستې جوړې شوي دي.

د مسؤلینو په وینا، د یادو ناستو او پروګرامونو له پیل وروسته د ولایت اوسېدونکو هم د ناوړه رواجونو د له منځه وړلو او د فرمانونو د تطبیق په برخه کې پراخې هڅې پیل کړې چې تر ډېره یې مثبتې پایلې لرلې دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button