
لوګر کې سږ کال څه باندې ۸۰۰ ټنه د چرګانو غوښه تولید شوې
فارمونو څخه څه باندې ۸۰۰ ټنه د چرګانو غوښه تولید او بازار ته وړاندې شوې ده.
د دغه ولایت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست د مالدارۍ آمر، ډاکټر ثناالرحمن ثنایي مهال راډیو ته وویل، چې په لوګر کې د چرګانو د روزنې او غوښې د تولید فارمونه د ۷۰۰ چرګانو له ظرفیت څخه نیولې تر ۹۰۰۰ چرګانو پورې فعالیت لري.
د ده په وینا، د ۱۴۰۴ کال له پیل څخه تر دې دمه د دغو فارمونو له لارې نه یوازې لوګر بلکې ګاونډیو ولایتونو ته هم د چرګانو غوښه صادر شوې ده.
ثنایي زیاته کړه، چې د موجوده ۷۶ فارمونو تر څنګ سږ کال ۸ نوي فارمونه هم جوړ شوي او تولیدي ظرفیت یې د پام وړ لوړ کړی دی.
هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د چرګانو د روزنې او هګیو د تولید د هڅونې په موخه یو شمېر بېوزلو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه هم وېشل شوي، چې هر یو یې په اوسط ډول هره ورځ له ۲۰ څخه زیاتو هګیو د تولید او بازار ته د وړاندې کولو ظرفیت لري.



