لوګر کې حکومتي چارواکو د دغه ولایت د سیمهییزو او ملي رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په یوه ناسته کې وویل چې په هېواد کې د ازادو رسنیو فعالیت د ا.ا لپاره لویه لاستهراوړنه ده او دوی ژمن دي چې د خبریالانو ستونزو ته به رسېدنه کوي.
په دې ناسته کې چې د لوګر په مرکز پلعلم کې جوړه شوې وه، د ازادو رسنیو او خبریالانو په استازولۍ د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي مسؤل خانولي احمدزي وویل چې په دغه ولایت کې رسنۍ او ژورنالېستان معلوماتو ته د لاسرسي او همغږۍ برخه کې له ستونزو سره مخ دي او اړتیا ده چې مسوولین رسنیو او خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي او هر اړخیز ملاتړ ته یې دوام ورکړي.
هغه دغه راز ټینګار وکړ چې ولایتي اداره باید خپلو ویاندویانو ته د ظرفیت لوړونې معیاري پروګرامونه جوړ کړي څو له رسنیو او خبریالانو سره د معلوماتو په شریکولو کې له شته ستونزو خلاص شي.
بلخوا، په لوګر کې د زینت په نوم د یوې محلي راډيو مسوول نورالله ستانکزي وویل، په دغه ولایت کې محلي رسنۍ له اقتصادي ستونزې سره مخ دي او اړتیا ده چې ولایتي اداره د رسنیو د دې ستونزې حل ته لومړیتوب ورکړي.
دغه راز، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور وویل، ا.ا له ازادو رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
دینپرور زیاته کړه، په هېواد کې د ازادو رسنیو فعالیت د ا.ا لپاره لویه لاستهراوړنه ده او دوی د ولایت په کچه هڅه کوي چې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې شته ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.
هغه همدارنګه له رسنیو او خبریالانو وغوښتل چې ملي ګټو ته په پام سره خپلو چارو ته دوام ورکړي.
هېره دې نه وي چې په لوګر کې اوس اووه راډيوګانې، یوه چاپي رسنۍ او شاوخوا ۵۰ خبریالان په بېلابېلو برخو کې پر فعالیتونو بوخت دي.