افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پیل شوې

په لوګر ولایت کې د مرکز پل علم او ولسوالیو په کچه د فوتسال سیالۍ د بدني روزنې او ورزش آمریت او د فوتسال فدراسیون په نوښت، د څرخ ولسوالۍ د ورزشي جمنازیم په تالار کې د ۳۰ لوبډلو په ګډون رسماً پیل شوې.

د بدني روزنې او ورزش آمر انجینر مزمل نعیم‌زي مهال راډیو ته وویل، دغه سیالۍ به د یو نیمې میاشتې لپاره دوام وکړي او موخه یې د فوتسال په برخه کې د وړ لوبغاړو پېژندل، د سیالۍ کچه لوړول او د ورزش فرهنګ ته وده ورکول دي.

د سیالیو لومړۍ لوبه د «طوفان لوګر» او «اتحاد چرخ» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د اتحاد چرخ لوبډلې د پنځه پر درې په توپیر سره بریا خپله کړه.

د مسؤولینو په وینا، تمه ده چې د سیالیو په دوام کې به د لوګر د بېلابېلو سیمو لېواله ځوانان ګډون وکړي او د فوتسال په برخه کې د نویو استعدادونو د راڅرګندېدو لپاره به ښه زمینه برابره شي.

بلخوا، د سیالیو ګډونوال د یادو مسابقو له ترسره کېدو خوښي څرګندوي او وایي چې د بدني روزنې او ورزش امریت دې د فوتسال ترڅنګ نورو ورزشي برخو ته هم پاملرنه زیاته کړي ترڅو د ورزش لپاره لا مناسب فرصتونه برابر شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button