افغانستان خبرونهلوګر

د لوګر اوسېدونکي دغه ولایت کې د معیاري موزیم د جوړېدو غوښتنه کوي

د لوګر یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګ‌پالان په دغه ولایت کې د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره د یوه معیاري او اساسي موزیم د جوړېدو غوښتنه کوي.

دوی وویل، لوګر ګڼ شمېر لرغوني اثار او سیمې لري او اړتیا ده چې د ساتنې لپاره یې یو معیاري موزیم جوړ شي.

د هغوی په وینا، دغه ولایت کې د یوه معیاري موزیم په جوړېدو سره به لوګر ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام هم ډېر شي.

د لوګر دوو اوسېدونکو ګل‌احمد او محمد قسیم وایي: «موزیم هغه ځای دی چې تاریخي اثار په‌کې ساتل کېږي. زموږ د ځوانانو لپاره ډېر مهم دی، ځکه له خپل تاریخ، کلتور او رواجونو خبرتیا زیاتوي. که یو معیاري موزیم جوړ شي، د خلکو په پوهاوي او فرهنګي ودې به مثبتې اغېزې ولري.»

«لوګر کې د یوه معیاري موزیم جوړېدل یوه مهمه اړتیا ده. که دلته داسې موزیم جوړ شي چې د لوګر ترڅنګ د هېواد په کچه لرغوني اثار پکې خوندي کړل شي، نو دا به یوه لویه لاسته راوړنه وي. دلته د عینکو لوی کان هم شتون لري او که په همدې سیمه کې معیاري موزیم جوړ شي، نو لرغوني اثار به په اسانۍ سره خوندي پاتې شي.»

د دوی په باور، د لرغونو اثارو لپاره موزیم ځکه مهم دی چې د هېواد تاریخي، فرهنګي او هنري ارزښتونه په‌کې خوندي کېږي او د تاریخ د ژوندیو اسنادو په توګه د ټولنې هویت څرګندوي.

ورته وخت کې د لوګر پوهنتون استاد جهانګیر حنیفي وايي، لوګر د لرغونو او تاریخي اثارو له پلوه یو غني ولایت دی او د دغو اثارو خوندي کول د حکومت، په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت دنده ده.

هغه هم وایي، لوګر کې باید د هېواد په کچه یو لوی موزیم جوړ شي، څو د مس‌عینک له سیمې ترلاسه شوي لرغوني اثار هم په کې کېښودل شي او خلک یې د نندارې فرصت ترلاسه کړي.

«لوګر ډېر لرغوني اثار لري او باید د راټولولو لپاره یې جدي کار وشي. که موزیم جوړ شي، له نورو ولایتونو هم خلک د لیدنې لپاره راځي.»

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د موزیم مدیر محمد امین ناصري که څه هم وايي چې دامهال دغه ولایت کې یو کوچنی موزیم فعال دی، خو مني چې د معیاري موزیم نشتون یوه اساسي ستونزه ده.

نوموړی زیاتوي، هڅه کوي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ د ولایت په کچه یو معیاري موزیم جوړ کړي.

«موزیم د ځوانانو د زده‌کړې او پوهاوي مهم ځای دی. هڅه کوو چې په راتلونکي کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي ملاتړ یو معیاري موزیم جوړ کړو. هغه اثار چې د مس‌عینک له سیمې ترلاسه کېږي، غواړو چې د لوګر موزیم ته انتقال کړو.»

اخوا د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي فیض‌الله جوهري هم د موزیم جوړول اړین بولي او وايي، د لوګر تاریخي اثار د قانون له مخې راټول او موزیم ته سپارل کېږي.

هغه ډاډ ورکوي چې راتلونکو کلونو کې به د وزارت په ملاتړ یو معیاري موزیم جوړ شي.

«که په یوه ولایت کې موزیم نه وي، ولسي شتمنۍ لمنځه ځي. موږ هڅه کوو چې د لوګر د تاریخي شتمنیو د ساتنې لپاره یو ستندرد موزیم جوړ کړو، څو نه یوازې د لوګر خلک، بلکې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه خلک د لیدنې لپاره ورشي.»

د لوګر اوسېدونکي داسې حال کې د معیاري موزیم جوړېدو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت له مس‌عینک کان څخه ترلاسه شوي زرګونه لرغوني اثار د خوندي ساتلو په موخه د هېواد ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button