افغانستان خبرونهلوګر

لوګر پاسپورت آمریت ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

دغه ودانۍ، چې په عصري ډول د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي معینیت په مالي ملاتړ جوړه شوې، نن د ولایتي ادارې ملکي او نظامي مسوولینو، د کورنیو چارو وزارت استازي او د پاسپورت ریاست د مسوولینو په حضور کې رسماً پرانیستل شوه.

د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو معاونیت نظامي مرستیال مولوي شیراحمد روحاني د دغې ودانۍ د پرانیستې له امله د لوګر ولسونو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې یاده ودانۍ د ټولو اړینو ملحقاتو لرونکې ده، او ورسره به د پاسپورت آمریت د کارکوونکو او مراجعینو ډېری ستونزې هوارې شي.

ورپسې د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین‌پرور د دغې ودانۍ پرانیسته د لوګر اوسېدونکو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او د پاسپورت آمریت له مسوولینو یې وغوښتل، چې له دې ودانۍ څخه د ولسونو د ښه خدمت په برخه کې اغېزمنه ګټه واخلي.

بل‌خوا د پاسپورت ریاست ویاند قاري عمري لوګري وویل، چې د پاسپورت آمریت اداري ودانۍ د ۱۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت په دوو پوړونو کې، په پاخه او اساسي ډول، پر درې نیم جریبه ځمکه د شاوخوا شپږو میاشتو په موده کې جوړه شوې ده، چې د یوه جومات او نورو اړینو ملحقاتو تر څنګ ۱۲اداري دفترونه لري.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال هم د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي معینیت په مالي ملاتړ د لوګر ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د برېښنا رسونې، اطفایې آمریت او ولسوالیو لپاره د اداري ودانیو د جوړولو چارې روانې دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button